کابل کې 12 معدني سیمې سروې شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند لرغون پوهنې ریاست، د کابل ولایت د کانونو ریاست، د ښار جوړونې وزارت د پلانونو ریاست، او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ګډ مسلکي پلاوي د لرغونو سیمو د ساتنې او د هیواد اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کریمه احجارو، مرمر ډبرو، تزئیني ډبرو، تعمیراتي او ساختماني ډبرو کانونه د کابل ولایت په مختلفو سیمو کې سروې او وڅېړل.
د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات وویل چې ددې سروې موخه کانونو ته څیرمه لرغونو سیمو څخه ساتنه او د یادو سیمو د له منځه تللو څخه مخنیوی دی.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ش