فارياب کې د ويناوالۍ د سيالۍ پايلې اعلان شوې

wares_admin
Mon, Dec 25 2023 7:15 PM
.....

فارياب ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د ويناوالۍ د ترسره شوې سيالۍ پايلې اعلان شوې.
یاده سيالي تېره اونۍ د د ځوانانو چارو آمريت له لوري د ۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ چې د مدارسو طالبان، د پوهنتون زده‌کړیالان او د ښوونځيو زده کوونکي پکې شامل وو، ترسره شوې وه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د فارياب ولایت مقام معاون مولوي حميدالله ارشاد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي، علماوو او د سيالۍ ګډونوالو ګډون درلود.
د غونډې په جريان کې د سيالۍ لس تنو غوره ګډونوالو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترتيب شوې تقديرنامې او نغدې پيسې د جايزې په ډول ورکړل شوې.

۱۴۴۵/۶/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۴ هـ ش