د ميوند کاروان سرای د ثبت او سجل چارې ترسره شوې
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ميوند کاروان سرای د ثبت او سجل چارې ترسره شوې.
ياد تاریخي کاروان سرای د کندهار _ هرات د لويې لارې شمال طرف ته په ۲،۲۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی، چي تاریخي قدامت يې ۱۴۰ کلونو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده، چي د ميوند کاروان سرای لرغونې نښې، د هغه وخت جوړښتونه او پخوانی سبک تر اوسه پاتې دي.
۱۴۴۵/۶/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳ هـ ش