د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بامیانو له هنر بازار څخه ليدنه وکړه

wares_admin
Wed, Dec 20 2023 10:16 AM
.......

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رائد د ګرځندوی او کلتور آمرينو په ملتيا تېره ورځ په باميان ښار کې د سوداګرو ښځو له ځانګړي هنر بازار څخه ليدنه  او څارنه وکړه.
ښاغلي رائد له هنر بازار څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د داخلي توليداتو په ډېرېدو او د داخلي اړتیاوو خپله پوره کولو سره به مو د ټولنې خلک په ځان بسيا او له پردي احتياجه خلاص شي.
د هنر بازار ښځينه دوکاندارانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس ته د بازار اړوند ستونزې وړاندې او باميانو کې يې د لاسي صنايعو لپاره د نندارتونونو جوړولو غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.
د يادونې وړ ده چې په هنر بازار کې شاوخوا ۲۲۰ دوکانونه شتون لریچې ټول د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي او مسؤليت يې د ښځينه سوداګرو په غاړه دی.

 ۱۴۴۵/۶/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۸ هـ ش