د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يو شمېر مدرسو له مسؤلينو سره وکتل
تېره ورځ د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د يو شمېر مدرسو له مسؤلينو سره د حسن قرائت سياليو د ترسره کولو په موخه وکتل.
ښاغلي معتصم د مدرسو مسؤلينو ته وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت په پام کې لري چې د ۱۰۰ تنو قاريانو ترمنځ د حسن قرائت سيالي ترسره کړي، چې په دې برخه کې د مدارسو د مسؤلينو همکارۍ ته اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي زياته کړه؛ په نژدې راتلونکي کې به د ښوونځيو او مدارسو شاګردانو لپاره نورې ښوونيزې برنامې هم ترسره کړي، تر څو وکولای شي له دې لارې د ځوانانو په ذهني او علمي انکشاف او په ځوانانو کې د علم د ترلاسه کولو ذهنيت پيدا کولو کې مرسته وکړو.
د مدرسو مسؤلينو د ځوانانو د علمي ظرفيت لوړونې برخه کې د دا ډول برنامو ترسره کول يو مهم ګام وباله او د اطلاعاتو او کلتور رياست سره يې د هر ډول همکارۍ کولو ژمنه وکړه.
۱۴۴۵/۵/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۸ هـ ش