پروان کې د خبر لیکنې او عملي موبایل ژورناليزم یو ورځنی سیمینار جوړ شو

wares_admin
Thu, Dec 07 2023 9:07 AM
....

پروان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د امارتي ادارو او ځایي رسنیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د خبر ليکنې او عملي موبایل ژورناليزم یو ورځنی سیمنار جوړ شو.
په پیل کې د اطلاعاتو آمر رحمت‌الله رحیمي د سيمينار ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سيمينار موخه د امارتي ادارو او ځایي رسنیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونه ياده کړه او زياته يې کړه، یاد سیمینار کې به د خبرلیکنې اصولو او اساسي ټکو ترڅنګ د عملي موبایل ژورناليزم برخه کې معلومات ورکړل شي.
مولوي شمس‌الرحمن صدیقي د اطلاعاتو او کلتور رئیس د مطبوعاتو او رسنیو د ارزښت په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او حکومتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو ته ژمن دی، رسنۍ دې هڅه وکړي ترڅو د شته فرصت او شته نظام د ښېګڼو نه په ګټې اخیستلو، ټولنې او رسنيز ډګر ته خدمت وکړي.
نوموړي د رسنیو د استازو ترمنځ همغږي او انسجام اړین وباله او ويې ويل: رسنۍ د حکومت او ټولنې ترمنځ اړیکې ټینګولو لپاره اساسي اړتیا ده او باید هڅه وشي د سرعت او دقت په نظر کې نیولو سره حقایق او لاسته راوړنې په ښه توګه تر خلکو او حتی نړیوالو ورسېږي.
ورپسې د ملي تلویزیون آمر شاه محمد بشیر د موبایل ژورنالیزم او د اطلاعاتو آمر رحمت‌الله رحیمی د خبریال، خبر لیکنې، خبري عناصرو او خبري ارزښتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د ګډون‌والو پوښتنې يې ځواب کړې.
 د سیمینار پای کې د غونډې ګډونوالو ته تصديق ليکونه ورکړل شول.
۱۴۴۵/۵/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۵ هـ ش