په سرپل کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې لومړۍ غونډه تر سره کړه

wares_admin
Mon, Nov 27 2023 10:36 AM
....

د سرپل ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست د رئیس ملا عبدالغفارحقنما په مشرۍ د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې لومړۍ غونډه تر سره کړه.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې کمېټې د جوړېدو موخه په هېواد کې د بهرني کلتور دودولو مخنیوی او د هېواد په يوه رسمي او مورنۍ ژبه د لوحو ليکل او دغه راز د افغاني کلتور دودول یاد کړل.
ورپسې د غونډې غړو د لوحو د اصلاح کولو پر اهمیت خبرې وکړې او د کمېټې جوړول یې ارزښتناک وبلل او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

 ۱۴۴۵/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۵ هـ ش