پروان کې د (هوسا ملت او مسؤل نظام) تر عنوان لاندې ولسي غونډه ترسره شوه
د پروان ولایت په ستاره هوټل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري (د هوسا ملت او مسؤل نظام) تر عنوان لاندې ولسي غونډه تر سره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ملي راډیوتلوېزیون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د نشراتو معینیت کفیل ضياالحق حقمل او یو شمېر نورو اداري مسؤلینو، قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ګډون درلود.
په پیل کې د پروان ولایت والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني د دغې سترې غونډې د ترسره کولو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: امنیت د بشري ټولنې لومړنۍ او تر ټولو اړینه اړتیا ده، د انسان د ژوند ټولې اړتیاوې او هیلې د امنیت په شتون کې پوره کیږي، چې نن الحمدلله په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت راغلی دی.
ورپسې د هېواد د ملي راډیوتلویزیون رئیس قاري محمد یوسف احمدي د ولسونو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ د نجات او بریا یوازینۍ لار په یووالي کې ده. په دې برخه کې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو ټول قومونه د اتفاق او ورورولۍ لوري ته را وبولي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينیت کفیل مولوي ضياالحق حقمل د اسلامي نظام پر واکمنېدو کې د خلکو د هلو ځلو او سرښندنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د افغانستان مجاهد ولس له څلورو لسيزو سترو قربانيو وروسته یو ځل بیا خپل هدف ته ورسېد او په هېواد کې اسلامي نظام او سرتاسري امنیت د ميليونونو شهيدانو د قربانیو په پايله کې رامنځ ته شول.
ښاغلي حقمل زیاته کړه، الحمدلله اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړې توګه د بیارغونې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او هڅه کوي چې د ولسونو اړتیاوې، ستونزې او هیلې د عامه پلانونو په پلي کولو سره حل کړي.
همدارنګه د پروان ولایت د ځوانانو په استازيتوب احمد جاوېد پویش د دغې غونډې په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: ځوانان د ټولنې مهمه سرمایه ده او هیله یې څرګنده کړه، چې د نظام رهبري د ځوانانو په ګټه ښه پروګرامونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزيزي خبرې وکړې او ویې ویل: په غونډه کې مې د ټولو ویناوالو وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې واورېدې او له ځان سره مې یاددښت کړې، د حل په موخه به یې د ا.ا.ا. تر مسؤلینو رسوم.
همدارنګه ښاغلي عزيزي د هېواد په جوړښت او د اسلامي نظام د بنسټونو په پياوړتيا کې د ولس رول مهم وباله او په یادو بر خو کې یې د ولسي وګړو له همکاریو څخه مننه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي وويل، د دې غونډې موخه له مسؤلینو څخه د ا.ا.ا. د پلانونو او پالیسیو اورېدل دي او له دوی سره د خلکو وړانديزونه، ستونزې او غوښتنې شریکول دي.
نوموړي د دغه ډول کلتوري پروګرامونو ترسره کول د خلکو او نظام تر منځ د ارتباط او هماهنګۍ په برخه کې اړین وبلل.
۱۴۴۵/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۳ هـ ش