په روزګان کې د لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه
تېره ورځ د روزګان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ا.ا.ا. د ویاند د دفتر د ټولنیزو رسنیو مسؤل ملا شمس الله صمیم او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې د ځوانانو پر لاسته راوړنو، ستونزو، پرمختګونو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو بحث وشو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي وویل: په افغانستان کې اشغالګرو محاربوي ماته خوړلې، اوس کوښښ کوي، چې فکري جګړه مخ ته یوسي، اړینه ده چې په خپله مبارزه کې هغوی ته په فکري جګړه کې هم ماته ورکړو.
ورپسې ښاغلي صمیم او ورسره مل پلاوي، چې روزګان ته یې سفر کړی و، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مهال مطبوعاتي سنګر ډېر مهم دی، چې پر مټ به یې د کفري نړۍ منفي تبلیغات او ذهني اشغال له منځه یوړل شي.
ښاغلي صمیم وویل: چې زموږ دنده د اسلامي نظام او هېواد د ګټو ساتنه او د نظام په وړاندې د خلکو د پروپاګند مخنیوی او ځوابي مبارزه کول دي، چې دغه مبارزه په کلک هوډ او پیاوړي ارادې سره کیږي.
۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش