د غوره کتاب او غوره لیکوال کمېټې مياشتنۍ ناسته تر سره کړه

wares_admin
Tue, Nov 07 2023 9:32 AM
....

د لوګر ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر محمدګل تسل په مشرۍ د غوره کتاب او غوره لیکوال کمېټې مياشتنۍ ناسته تر سره کړه، چې پکې د پوهنې ریاست استازی مولوي ضیاالاحمد صارم، د حج او اوقافو ریاست استازی مولوي رحمان ګل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استازی عزت الله ستانکزي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې په لړ کې د یو شمېر نورو موضوعګانو ترڅنګ د خروار ولسوالۍ د شهیدانو د جهادي مبارزې او همدارنګه د یادو شهیدانو په ژوند ترتيب کړی کتاب د لیکوال مولوي فضل الرحمن رحماني لخوا، چې ” له کلي تر مزاره“ تر عنوان لاندې لیکل شوی دی بحث وشو.
همدارنګه د کمېټې د غړو لخوا د کتاب لیکوال ته د لا ښه سمون په موخه ځینې سپارښتنې وشوې او د یاد لیکوال دغه کتاب یې د چاپ لپاره د تایید کړ.

۱۴۴۵/۴/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۵ هـ ش