فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
Sat, Oct 28 2023 1:00 PM
.....

د فاریاب ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
فارياب کې د خبريالانو د مصونيت کمېټې ولايتي استازي فيروز غفوري د اطلاعاتو او کلتور رياست له همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او له سيمه ييزو ارګانونو یې وغوښتل، چې د رسنيو ملاتړ وکړي او د خلکو د ستونزو او ننګونو په خپرولو او انعکاس کې له رسنيو سره همکاري وکړي.
ورپسې د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي رسنۍ د ټولنې د ملا تېر وبللې او زیاته یې کړه، چې رسنۍ د واقعیتونو په انعکاس کې مهم رول لري.
 نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: چې سيمه ييز حکومت به له رسنيو سره همکاري کوي او د خبريالانو د ستونزو او ننګونو په هواري کې به له هېڅ راز مرستې څخه ډډه ونه کړي.

۱۴۴۵/۴/۱۱ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۴ هـ ش