په هلمند کې د سیرت نبي ﷺ⁩ سیالي ترسره شوه

wares_admin
Thu, Oct 12 2023 6:40 PM
په هلمند کې د سیرت نبي ﷺ⁩ سیالي ترسره شوه

په هلمند ولایت کې د سیرت نبي ﷺ⁩ سیالي ترسره شوه، چې پر مهال یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو آمریت آمر مولوي اغاصاحب، د حج او اوقافو ریاست استازي مولوي عبدالمنان حماد صاحب، د پوهنې ریاست استازي مولوي محمد یعقوب برهان او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د سیرت نبي ﷺ⁩ د سیالۍ په اړه د ځوانانو آمر مولوي اغا صاحب وویل: موږ درې اونۍ مخکې د سیرت نبي ﷺ⁩ د سیالیو د نوم لیکنې لړۍ راپیل کړې وه، چې په دې نوم لیکنه کې له موږ سره ۳۵۰ تنو نوم لیکنه وکړه، زموږ سره د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو څخه زده کړیالانو، ورزش کارانو او عامو وګړو برخه اخیستې وه.
هغه وویل: چې د دې ازموینې تر اخیستلو وروسته به د کمېټې له لوري ټولې پوښتنپاڼې وکتل شي او هغه څوک چې لوړې نمرې يې ترلاسه کړې وي، په ډول ډول ډالیو وستایل شي.

 ۱۴۴۵/۳/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۹ هـ ش