داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنجشير دمشهور شاعر، طنز ليکوونکى او ليکوال استاد نصيراحمد نشاط د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه.
استاد نصيراحمد نشاط دخپل عمرڅه د پاسه ٧٥ کلونه يې د شعر ويلو ، طنزليکلو او ليکوالۍ ته ځانګړي کړل او د خلکو په شونډو کې يې خندا راوسته .
له ارواښاد څخه زيات اثار پاتې دي اود هغه اثار رهنمودي اواصلاحي محتوا لري.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د ارواښاد کورنۍ او د هېواد نورو ليکوالو ، شاعرانو، طنز ليکوونکو ته ډاډګيرنه وړاندې کوي او د خداى ج له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتي کسانو او دهېواد هنرې ټولنې ته د جميل صبر او جزيل اجر هيله کوي.