د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کولو کمېسيون غونډه تر سره شوه 

wali_admin
Tue, Oct 03 2023 11:22 AM
په کندهار کې د افغان ترک معارف لېسې مدیر د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کولو کمېسيون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعات او کلتور وزارت پر نشراتو د څار رئیس ډاکټر عبدالواحد ریان، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، د داخلې وزارت، د علومو اکاډمۍ، د امر بالمعروف، د کسبګرو او دکاندارانو د ټولنې استازي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و. 
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د نشراتو معين مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې وستايلې.
ورپسې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کولو په اړه مفصل بحث وشو.

۱۴۴۵/۳/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۰ هـ ش