د ( افغانستان د تياتر تاريخچه) مستندفلم پرانېستل شو او نندارې ته وړاندې شو

moic_admin
Sat, Aug 17 2019 2:32 PM
د ( افغانستان د تياتر تاريخچه) مستندفلم پرانېستل شو او نندارې ته وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن  د افغانستان د ( افغانستان د تياتر تاريخچه) مستند فلم په ملي تياتر کې پرانيست.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې، د دغه مستندفلم د پرانېستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوشمېر رييسانو او مسوولانو، د تياتر ممثلانو او يوشمېر فرهنګي شخصيتونو شتون درلود، پوهاند محمدرسول باوري  خبري وکړې او ويې ويل، چې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت دغه مستند فلم  د ملي تياتر له لوري  جوړ شوى دى.
پوهاند باوري په ټولنو کې د تياتر د مقام او رول په اړوند معلومات ورکړل  اوڅرګنده يې کړه چې د نړۍ په هيڅ سيمه کې تياتر او هنرهېر شوى نه دى  او د انسانانود ژوندانه يوه برخه  جوړوي.
هغه دغه راز په بېلابېلو مناسبتونو د تياتري ټوټو د برابرولو په لاره کې  د هڅو په خاطر د ملي تياتر له ممثلانو او مشرتابه څخه  مننه وکړه.
د ملي تياتر رييس سيد منصور رحماني هم په خبرو کې وويل، چې د ( افغانستان د تياتر تاريخچه ) مستند فلم د ملي تياتر په هلو ځلو سره د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت چمتو شوى دى.
هغه وويل، چې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان د فرمان پربنسټ د ملي تياتر ودانۍ  په  ١٣٠٢ هجري لمريز کال کې د کابل د پغمان په سيمه کې جوړه شوه او په فعاليت يې پيل وکړ او د ( ويښتيا  د خوب د سيالۍ )  ترعنوان لاندې ننداره دهماغه وخت د ممثلانو په واسطه اجرا شوه.
دغه راز د پوهاند باوري په واسطه د ( افغانستان دتياتر  تاريخچه ) مستند فلم له پرانېستلو وروسته دغه فلم د ملي تياتر په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
وروسته د تياتر هغه ټوټه  چې د شاه امان الله خان  وروستۍ وينا پکې انځور شوې وه د ملي تياتر دممثل په واسطه اجرا شوه.