د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یو سفر په ترڅ کې له دريو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د یوه پلاوي په ملتیا د دغه ولایت له جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو څخه لیدنه وکړه او د یادو ولسوالیو هنري او کلتوري وضعیت یې و ارزولو او د تاریخي آبدو او لرغونو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
همدا رنګه ښاغلی نثار د یاد سفر په ترڅ کې له ځوانانو او قومي مخورو سره لیدلي او د یادو والسوالیو د ځوانانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ښې همغږۍ یې هم خبرې کړې دي.
۱۴۴۵/۲/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۷ هـ ش