د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په میوند ولسوالۍ کې ښوونیز مرکز پرانیست

wares_admin
Tue, Aug 29 2023 10:07 AM
....

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعید د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاد مولوي احمد خاطري په ملتیا میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د غازي محمد ایوب خان په لېسه کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز یوه څانګه پرانیستله.
 یادې څانګې ته د کمپیوټر او انکلیسي ژبې د زده کړې په موخه پنځه پایې کمپیوټرونه او شاوخوا ۸۰ جلده کتابونه ورکړل شول.
په دې اړه ښاغلي سعید وویل: په یاد مرکز کې به د ميوند ولسوالۍ ځوانان د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې کوي، نوموړي پر ځوانانو ټينګار وکړ، چې دیني او عصري زده کړې وکړي.
د غازي محمد ایوب خان ليسې آمر بسم الله عزیزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړه.

١٤٤٥/٢/١١ ھ ق
١٤٠٢/٦/٦ ھ ش