غزني کې د اسلامي امارت د بریا دویمه کلیزه ولمانځل شوه

wares_admin
Wed, Aug 16 2023 1:20 PM
......


د سه شنبې ورځ (١٤٤٥/١/٢٨) د غزني ښار په ثقافت ماڼۍ کې د ځایي چارواکو، قومي مخورو، مجاهدینو او سلګونو ښاریانو په ګډون سره د اسد میاشتې ۲۴ مه د امریکا د ماتې او د کابل د فتحې دویمه کلیزه ولمانځل شوه. 
په یاده غونډه کې د غزني والي حافظ محمد امین عمري وویل، په تېرو شلو کلونو کې امریکا او د هغوی ملګرو پر خلکو بې ساري ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل، خو مجاهدینو په تش لاس د الهي نصرت او قربانیو سره امریکا او د هغوی ملګرو ته ماتې ورکړه.
د غزني مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود وویل، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، اوس به د هغو مسلکي اشخاصو په واسطه چې په اسلامي افکارو سمبال وي، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره لاس پکار شي.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د اسلامي امارت تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو ته د اشارې تر څنګ، د اسلامي امارت د رهبرۍ خپره شوې اعلامیه د کابل د فتحې د دویمې کلیزې په موخه ګډونوالو ته وړاندې کړه. 
دغه غونډه کې ترنم ویوونکو، شاعرانو او لوبغاړو خپل شعرونه او نندارې  ګډونوالو ته وړاندې کړلې.
۱۴۴۵/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۴ هـ ش