د ننګرهار ځوانانو لپاره د ۲۰۰ سکالرشيپونو هوکړه لیک لاسليک شو 

wali_admin
Sun, Aug 06 2023 10:18 AM
د ننګرهار ځوانانو لپاره د ۲۰۰ سکالرشيپونو هوکړه لیک لاسليک شو 

 

د آريانا لوړو زده کړو موسسې د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست ځوانانو چارو آمريت ته په اقتصاد، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو کې ۲۰۰ سکالرشيپونه ورکړل، چې د یو سمستر ټول فیس یې ٢٥٠٠ افغانۍ ټاکل شوی دی. 
د آريانا د لوړو زده کړو موسسې علمي او تدريسي مرستيال پوهنمل دوکتور مسعود ساپي په خپلو خبرو کې وويل، آريانا د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد هغو ځوانانو ته د لوړو زده کړو فرصت برابر کړ، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې لوړې زده کړې نشوای کولای.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير د سکالرشيپونو د ورکړې له امله د آریانا د لوړو زده کړو موسسې له ادارې مننه وکړه او په ځوانانو يې غږ وکړ، چې له ياد فرصته ګټه پورته او خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې ياد هوکړه ليک د ۱۴۰۲ خزاني سمستر کانکور آزموينې څخه تر يوې تحصيلي دورې پورې اعتبار لري.

١/٢٠/۱۴۴۵ هــ ق
۱۴۰۲/۵/۱٥ هـ ش