د زم زم پوهنتون رئیس د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل
د زم زم پوهنتون رئیس د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار سره وکتل.
دغه لیدنه د دواړو ادارو د همغږي د دوام او د یوولسمې دورې فراغت غونډې لپاره د نظرونو او مشورو شریکولو په موخه وشوه.
ښاغلي اسلامیار د لا ښو خدماتو تر سره کولو اړوند غوښتنه وکړه، چې د لرې پرتو ولسوالیو محصلینو د اوسیدو لپاره دې مجهزه لیلیه جوړه شي، تر څو هغه ستونزې، چې محصلین د لارې په اوږدو کې ورسره مخامخ دي حل شي.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او زم زم پوهنتون تر منځ د ناچاره او غریبو محصلینو په ځانګړي تخفیف منلو هر کال دوامداره هوکړلیک تر سره کیږي.
۱۴۴۵/۱/۱۲ هــ ق
۱۴۰۲/۵/۷ هـ ش