د ځوانانو چارو آمریت او د الشفاء تشخیصي کلینیک ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
تېره ورځ د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت او د الشفاء تشخيصي کلينيک ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسلیک شو.
د دغه کلينيک عمومي مدير د ياد تفاهم ليک د لاسليکولو پر مهال وويل، د کاپيسا ولایت د الشفاء کلينيک چې د التراساوند، لابراتوار، ایکسرې، ګراف قلب، عمومي داخله، نسايي او ولادي، سترګو، عقلي او عصبي برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د یو کال لپاره به په ۵۰٪ تخفیف سره د ځوانانو چارو آمریت اړوند او همدارنګه د ۲۰ اړمنو کسانو لپاره به وړیا درملنه کوي.
ورپسې د ځوانانو چارو آمر محمد سالم عزيزي په کاپيسا کې د روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو له ګټورو همکاريو او په ځانګړي ډول د الشفاء تشخيصي کلينيک له فعاليتونو څخه مننه وکړه او د دغه کلينيک له رئيس څخه يې وغوښتل، چې د لاسلیک شوي تفاهم ليک له مخې د هغو ناروغانو درملنه وکړي، چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي.
۱۴۴۵/۱/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۴ هـ ش