په غزني کې اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا ډېر شوی دی

wali_admin
Wed, Jun 14 2023 6:52 PM
په غزني کې اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا ډېر شوی دی

 

تیره ورځ د غزني په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو د استازو تر منځ د همغږۍ او د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه.
یاده ناسته کې د غزني د خبریالانو د ټولنې مشر ګلاب الدین امیري وویل، تر پخوا په ياد ولایت کې خبریالانو تر یوه حده معلوماتو ته ډېر لاسرسی پیدا کړی، خو د هغه په خبره، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم کار ته ضرورت شته.
ورپسې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار، رسنۍ د حکومت او ملت ترمنځ د یوه پل په حیث یادې کړې او په اوسني عصر کې يې د رسنیو شتون یوه مهمه اړتيا وبلله.
په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور په دغه ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپل نشرات مو د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم کړئ.

۱۴۴۴/۱۱/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۳ هـ ش