د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wali_admin
Mon, May 29 2023 12:37 PM
د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

 

نن دوشنبه ۱۴۴۴/۱۱/۹ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت کې د نشراتو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئیس، د منابع بشري رئيس، د رسنيو پر نشراتو د څار رئيس، د بیهقي کتاب خپرولو رئیس، د معارف وزارت استازي، د علومو اکاډمۍ استازي، د لوړو زده کړو وزارت استازي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ.
 
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کارونه مثبت وارزول او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.

همدا راز په یاده غونډه کې د څو ټوکو بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم وو، د نشر اجازه ورکړل شوه.