د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره د ځانګړي هيئت لیدنه

wares_admin
Sun, May 14 2023 11:21 AM
....

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره ځانګړي هيئت لیدنه وکړه.
نوموړی هيئت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ صاحب حفظه‌الله د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت، له رياست څخه ورغلی و، دوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست  د رئیس مولوي انعام الله سمنګاني او نورو مامورینو سره د معرفت ناسته وکړه.
ښاغلي سمنګاني ورغلو هيئتو ته ښه راغلاست و ويل، او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ټولو بر خو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي سمنګاني، د امیر د امر اطاعت ديني مسؤليت ياد کړ او د فرمانونو او حکمونو څخه تعقيب او نظارت یې يو نيک ګام وباله.
ور پسې یاد هیئت د مشرتابه د فرمانونو د نظارت او تعقیب ریاست، اړوند معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به په عملي بڼه په دولتي ادارو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ صاحب حفظه‌ الله د فرمانونو او حکمونو څخه تعقيب او نظارت کيږي.

۱۴۴۴/۱۰/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۳ هـ ش