د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او يوه خصوصي انستیتیوت ترمنځ هوکړه لاسليک شو
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او میلاد النبي خصوصي صحي انستیتیوت ترمنځ زده کړیالانو ته د ۲۰٪تخفیف په برخه کې د همکاریو هوکړه ليک د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفيع الله صميم او د ياد انسټيټيوټ د تدريسي مرستيال محمد عمران دراني له لوري لاسليک شو.
يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر محمد ګل تسل او د ځوانانو چارو مدیر ذبیح الله جواد هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په وينا هغه ځوانان چې په ياد انسټيټيوټ کې د زده کړو هيله ولري، کولائ شي چې د ځوانانو چارو مديريت له ادرسه په شل سلنه تخفيف سره د طبي ټکنالوژۍ، دواجوړونې، غاښونو پروتيز، عالي نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې زده کړې وکړي.
۱۴۴۴/۹/۴هـ ق
۱۴۰۲/۱/۶ هـ ش