د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته څلور قلمه تاریخي آثار وسپارل شول
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته څلور قلمه تاریخي آثار وسپارل شول
یاد آثار د کندهار ولایت د موسی خان جامع کې پراته وه، نن د متولي له خوا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.
د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعيد وایي، یاد ډبرین آثار د اسلامي دورې پوري اړوند دي، چې تر سلو کالو زیات تاریخي قدامت لري.
۱۴۴۴/۸/۲۳هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش