د هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسف نړیوال سازمان د ولایتي مسئول سره وکتل

wares_admin
Wed, Mar 15 2023 10:48 AM
....

تېره ورځ د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد صاحب، د یونیسف نړیوال سازمان د هلمند څانګې له مسئول ښاغلي محمد اینوا ذکریا سره په داسې حال کې وکتل چې د یادې څانګې د عامه اړیکو او ارتباطاتو مسؤل ښاغلي انجینیر ګل محمد هم حضور درلود.
محمد اینوا ذکریا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه، چې د یاد سازمان سره یې په مطبوعاتي او د خلکو د عامه پوهاوي په برخو کې کړې دی.
په یاده ناسته کې ښاغلي راشد، د ښاغلي ذکریا سره د هلمند ولایت په  مطبوعاتو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز او ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو  بحث وکړ. 
د ښاغلي ذکریا له لوري ورته ډاډ ورکړل شو، چې په یادو  برخو کې به د دوی سره همکار پاتې شي او د نورو نړیوالو مؤسساتو پام به هم دې برخو ته را جلب کړي.

 ۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۳ هـ ش