د مولوي دُر محمد ګوهري د مړینې په پار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تعزیت او تسلیت پېغام:
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هیواد نامتو شاعر او د ملي راډیو پخوانی رئیس محترم مولوي دُر محمد ګوهري د ورپیښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبیک ووایه.
ارواښاد ګوهري صاحب د هیواد مشهور ولسي او انقلابي شاعر ؤ، چې د شعر او حماسې په ډګر کې یې لوی خدمتونه ترسره کړي.
د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایعه بولي، د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره په دې لوی غم او درد کې ځان شريک بولي، کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړي او تسليت ورته وايي. انا لله و انا الیه راجعون