د بلخ د امر باالمعروف او نهې عن المنکرمسوولينو له يوشمېر خبريالانو سره وکتل

گمنام (غیر مصدقہ)
Tue, Dec 07 2021 1:50 PM
د بلخ د امر باالمعروف او نهې عن المنکرمسوولينو له يوشمېر خبريالانو سره وکتل

د بلخ ولايت دامر باالمعروف او نهې عن المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولينو نن په دغه ولايت کې له يو شمېر خبريالانو سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بلخ ولايت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر رييس مولوي سردار محمد حيدري، د جلب او جذب او د شکايتونو د اورېدو مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني د بلخ ولايت د رسنيو له يو شمېر مسوولينو او سيمه ئيزو خبريالانو سره وکتل.
په دې کتنه کې حيدري په هېواد کې د اسلامي امارت د مجاهدينو برياليتوب د هېواد د رښتينو مجاهدينو د قربانيو او سرښندنو نتيجه وبلله او د افغانستان د اسلاامي امارت د پروګرامونو او هدفونو، د شرعي حکمونو د تطبيق او له نبوي ارشاداتو او لارښوونو د خلکو د پوهاوي په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او رسنى يې د خلکو شتمنى او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پل وباله .
د امر با المعروف او نهې عن المنکر رييس وويل، د خوښي ځاى دى چې زموږ خلک له شلو کلونو پرله پسې مبارزې وروسته د نړۍ ستر ځواک ته ماتې ورکړه او د هېواد خپلواکي يې ترلاسه کړه .
په همدې مقصد د دې اړتيا ده چې د رسنيو په ګډون د ټولنې ټول قشرونه د دغه ستر برياليتوب د ساتنې په خاطر لاسونه سره ورکړي او د اسلامي او وګړنى نظام ملاتړ او ساتنه وکړي.
د حيدري د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د رسنيو ملاتړ کوي او د ښې همغږى او همکارى لپاره هلې ځلې کوي.
دغه راز د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني په دغه ولايت کې د رسنيود مسوولينو او خبريالانو له هر اړخيزو هلوځلو مننه وکړه او د بلخ ولايت خلکوته د اطلاع رسونې او پروګرامونو د پوښښ لپاره د خوندي زمينو د برابرولو په لاره کې د هلوځلو يادونه وکړه .
وروسته د کتنې د برخه والو په استازيتوب حبيب الله نجفي زاده د اسلامي پروګرامونو د خپرولو او خلکو ته د افغانستان د اسلامي امارت د پاليسيو د همغږى په لاره کې د خپلو تياريو ډاډ ورکړ.

کابل/ د ليندې ١٦ مه/ باختر