د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او د رسنیو د فعالیتونو اړوند موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیزې ټولنې ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ زمینه برابره شوې ده او هڅې کېږي، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.
په پای کې، ویاندویانو او د رسنیو استازو د رسنیزو فعالیتونو د ښه والي او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم د ناستو له ګډونوالو سره شریک کړل.
۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق