د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهادي دورې یوه دستګاه وسپارل شوه

wasim_admin
Sat, Nov 21 2026 2:02 PM
..

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم آمر وویل: یاده دستګاه د مولوي سید اکبر مبرور له لوري جهادي موزیم ته سپارل شوې، چې نوموړي له یادې دستګاه د جهاد پر مهال ګټه اخیسته.
د ښاغلي حلیم په وینا؛ یاده دستګاه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري جوړه شوې او شاوخوا سل متره واټن کې د هدف ویشتلو وړتیا لري. چې د جهاد پر مهال له دې دستګاه څخه د امارتي توغندیو په وسیله د ناټو او امریکايي اشغالګرو د قرارګاوو او تاسیساتو په نښه کولو لپاره کار اخیستل کېده.

۱۴۴۸/۰۶/۱۰ هـ.ق