د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس یو شمېر ولسوالیو ته رسمي سفر وکړ
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې له مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ولیدل.
ښاغلي زعیم له دوی سره په لیدنو کې د لوحو د اصلاح او د کتابونو د ارزونې کمېټو د جوړولو او په بېلابېلو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پالیسیو په اړه خبرې وکړې، همدارنګه د مسؤلینو له لوري د شهیدانو د ژوند لیکونو او د جهادي اثارو د راټولولو اړوند فورمې هم په ډلګۍ مشرانو وویشل شوې.
د یادو ولسوالیو مسؤلینو، جهادي ډلګۍ مشرانو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سفر هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د یاد ریاست هڅې مهمې وبللې. دوی همدارنګه د شهیدانو د ژوندلیکونو او جهادي اثارو د راټولولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.
۱۴۴۸/۶/۱۰ هـ ق