مجاهد موزیم ته یو شمېر جهادي آثار وسپارل شول
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د اوسېدونکي حاجي دوران له لوري د نوموړي د شهید زوی شفیع الله شرافت یو شمېر جهادي وسایل (یوه قبضه مکروف توفنچه، کمربند، پاج او چپلکې) وسپارل شول.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د ښاغلي دوران له دې اقدام څخه مننه وکړه او د شهیدانو اړوند اثار یې د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښتمن میراث یاد کړ، ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د دغو اثارو ساتنه او خوندي کول د شهیدانو د یاد او د هغوی د مبارزې د اړوندو یادګارونو د ساتنې په برخه کې مهم ارزښت لري.
۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق