د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند له ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
Sun, Nov 01 2026 10:15 AM
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز له انګلیسي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو او ویناوالۍ زده کړو له ټولګیو څخه  ۲۰۰ تنه زده کوونکي او د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز له انګليسي ژبې ټولګی څخه ۴۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
مسؤلینو علم د انسان لپاره غوره ګاڼه وبلله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د علم زده کړې ته لومړیتوب ورکړي، زیار وباسي، پر خپلو وړتیاوو باور ولري، د ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو له علمي مرکزونو سره خپلې اړیکې پیاوړې وساتي، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او له نشه‌يي توکو څخه ځانونه وساتي.
ورته مهال زده کوونکو له دغه ښوونیز فرصتونو برابرولو څخه خوښي څرګنده او د ورته پروګرامونه د دوام غوښتنه یې وکړه. 

۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق