د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
Sun, Nov 01 2026 10:08 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار ښاغلي سعدالله اسد د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو او سیاحتي سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
پلاوي د سفر په پیل کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمودالله ضرار سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل، په دې کتنه کې د ریاست پر کاري فعالیتونو، د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې او د سیاحتي سیمو د وضعیت په اړه بحث او خبرې وشوې.
ورپسې د پلاوي غړي د بلخ ولسوالۍ خواجه ابونصر روضې ته ولاړل او د دې تاریخي او مذهبي ځای د بیارغولو چارو څخه یې د لیدنې ترڅنګ د پروژې مسؤلینو ته د اصلي بڼې او تاریخي ارزښت په ساتلو ټینګار وکړ.
د پلاوي مشر ښاغلي اسد د بلخ له لرغونې کلا، تاریخي دېوال، د عیارانو له برجونو او د بلخ له بالاحصار څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې د یادو تاریخي آبداتو د ترمیم او ساتنې ترڅنګ په دغو سیمو کې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي،تر څو دا لرغوني میراثونه خوندي او د سیلانیانو د پام وړ وګرځي.
د سفر په دوام پلاوي د بلخ ولایت د ویاند حاجي زید په ملتیا د حیرتان پر لویه لاره د هغو ٩٥٠ شهیدانو له ګډې مقبرې څخه هم لیدنه وکړه، چې د بلخ د والي ښاغلي ملا محمد یوسف وفا په هڅو جوړه شوې ده، دغه مقبره پر پنځه جریبه ځمکه جوړه شوې او د حیرتان د دښتو په بېلابېلو سیمو کې د پاتې شویو شاوخوا ۹۵۰ هغو مسافرو شهیدانو د جسدونو پاتې شوني په کې راټول او په یوه ګډ مزار کې خاورو ته سپارل شوي، د دغو شهیدانو د خاطرو او تاریخي یاد ژوندي ساتلو لپاره یې اړوند معلومات هم لیکل شوي دي.
په دې مجموعه کې د مسافرو د هرکلي او مېشتېدو لپاره یو میلمستون، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) په نوم جامع جومات او د ښځو لپاره د اسلام د لومړۍ شهیدې حضرت سمیې رضي الله عنها په نوم جامع جومات هم جوړ شوي دي،چې  په دروازه کې یې د افغانستان د معاصر جهاد او مبارزو د یاد ژوندي ساتلو په موخه له روسانو څخه نیول شوی ټانک، له امریکایانو څخه نیول شوی ټانک، د انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو له لوري جوړ شوی توپ، یو هونډا موټرسایکل او یوه ژېړه بوشکه د موزیم په بڼه ځای پر ځای شوي دي.
د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار ښاغلي سعدالله اسد د یادې مقبرې او اړوندو تاسیساتو د جوړولو چارې وستایلې او د بلخ د والي الحاج ملا محمد یوسف وفا دغه اقدام یې د تاریخي یادونو د ژوندي ساتلو، د شهیدانو د درناوي او د مسافرو د خدمت په برخه کې د ستاینې وړ وباله.
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تاریخي ځایونو، روضو او نورو لرغونو آبداتو ساتنې او رغونې ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې دا ډول هڅې د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د خوندي کولو او د سیاحت د ودې لپاره ارزښتناکې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې، بیارغونې او د سیاحتي سیمو د پراختیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو د هېواد تاریخي او فرهنګي شتمنۍ راتلونکو نسلونو ته په سالمه توګه وسپارل شي.