ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای اېچ ډي موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت په موخه جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داود آغا هاشمي، د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په غونډه کې ویناوالو د ځوانانو لپاره د مسلکي او حرفوي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د حرفوي زده کړو پراختیا کولی شي ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د هغوی اقتصادي وړتیاوې پیاوړې کړي.
ویناوالو له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه کړو زده کړو او ورکړل شویو وسایلو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ ق