هلمند کې د بست کلا د طاق او څاه د تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

wasim_admin
Mon, Oct 26 2026 9:42 AM
..

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال د بیارغولو چارو د مسلکي معیارونو له مخې پر مخ وړلو او د دغو ودانیو د تاریخي اصلیت پر ساتلو ټینګار وکړ. نوموړي د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو، ودانیو او آثارو  د ویجاړېدو، قاچاق او غصب مخنیوی د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو څخه وبلل.
د مسؤلینو په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغو دوو تاریخي ودانیو د بیارغولو لپاره نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت کوي، چې ټاکل شوې دغه تاریخي آثار به د دوو کلونو په موده کې ورغول شي.

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ ق