بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Tue, Oct 20 2026 3:38 PM
..

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په دې غونډه کې د ټولنې د فکري اصلاح په برخه کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ او د رسنیو له مسؤولینو څخه یې وغوښتل، چې خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي او د مشرتابه (حفظه‌الله) فرامین په پراخه کچه تر خلکو ورسوي.
نوموړي د صادر شویو فرامینو پلي کول د خلکو د خیر، فلاح او بریا لامل وباله، ښاغلي متقي په ځانګړې توګه د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان پر اهمیت ټینګار وکړ او یاد فرمان یې د خلکو لپاره ډېر ارزښت لرونکی یاد کړ.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د ویاندویانو او د رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.

۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق