د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

wasim_admin
Tue, Oct 13 2026 3:10 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په دې ساحوي پروګرام کې د یادو بازارونو له هټیوالو او کسب کارانو سره دوه جلا ناستې ترسره شوې.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي سید محمود واکمن د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
د پروګرام په لړ کې د کمېسیون غړو له دواړو بازارونو څخه څارنه وکړ او د دغو دوو بازارنو له هټیوالو او کسب کارانو سره یې خپل اصلاحي وړاندیزونه شریک کړل، چې د هټیوالو او کسب کارانو له لوري یې هر کلی وشو او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد د فرهنګ د پیاوړتیا او ساتنې په موخه به د لوحو اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح له کمېسیون سره پوره همکارۍ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه وشو.
١٤٤٨/٥/١ ه ق