په شهر صفا ولسوالۍ کې د ۲۵۰ شهیدانو ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې عمومي مدیر مولوي محمد عمر عمیر شهر صفا ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د درېیو ډلګیو مشرانو او د اتو رسمي او غيري رسمي ګروپونو له مشرانو سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د جهادي آثارو د ساتنې او د شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه د معلوماتو راټولولو په اړه خبرې وشوې.
د دغه سفر په لړ کې د ۲۵۰ شهیدانو ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول، ترڅو راتلونکو نسلونو ته د هغوی د ژوند، مبارزو او خدمتونو په اړه معلومات راټول او په خوندي توګه ورسېږي، د جهادي آثارو د ساتنې عمومي مدیر مولوي محمد عمر عمیر وویل: د شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه د معلوماتو راټولولو، د دوی د قربانیو د یاد ساتلو او د جهادي آثارو د خوندي کولو لپاره مهم دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د شهیدانو د ژوند او مبارزې په اړه د معلوماتو راټولول به د هېواد د تاریخ د ساتنې او ځوان نسل ته د هغوی د خدمتونو د ورپېژندلو په برخه کې ګټور تمام شي.
۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق