د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

wasim_admin
Sun, Oct 11 2026 3:26 PM
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د سیاسي، ادبي، فرهنګي، ساینسي، تاریخي او علمي برخې دي او په عامه کتابتون کې د مطالعې د سرچینو په پیاوړتیا او د ځوانانو مطالعې ته د هڅونې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
نوموړي د بغلان والي مولوي عبدالله مختار څخه د کتاب‌لوستنې فرهنګ پراختیا ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د کتابتونونو د پیاوړتیا او د مطالعې سرچینو د برابرولو له لارې د ځوانانو لپاره د علمي او فرهنګي کتابونو ته د لاسرسي زمینه لا پراخه کړي.
د ښاغلي هاشمي په وینا؛ د پلخمري ښار د عامه کتابتون ترڅنګ، د بغلان په پنځو ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه فعال دي، چې هره ورځ په لسګونه کسان د مطالعې او له علمي او فرهنګي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ورته مراجعه کوي. نوموړي له دولتي ادارو، پانګه‌والو او فرهنګیانو څخه وغوښتل؛ چې د کتابونو په ډالۍ کولو او له کتابتونونو څخه په ملاتړ سره د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ په عامولو، د عامه پوهاوي په لوړولو او د ټولنې په علمي پرمختګ کې ونډه واخلي.

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ ق