د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه
یکشنبه د (۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په ناسته کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو له ښاغلي جمال صاحب سره سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته د کاري جوازونو اخیستلو په برخه کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او ویې ویل: د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلین ټولو اصولو ته ژمن دي او د اصولو او پالیسیو په پام کې نیولو سره خپل فعالیتونه ترسره کوي.
په غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د ستونزې د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د ستونزو د ارزونې او حل په موخه د اتو وزارتونو له استازو څخه یو کمیسېون جوړ شوی دی او د دغو شرکتونو د کاري جوازونو اخیستلو په برخه کې اړینې او لازمې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
ښاغلي جمال زیاته کړه، چې د سیاحتي شرکتونو د غیر قانوني کړنو مخنیوی شوی دی او هغه شرکتونه چې ډېر وخت او ښه خدمت یې ترسره کړی وي او اړوندې اتحادیې یې تصدیق وکړي د بیا ځل لپاره درې کلن کاري جوازونه ورکول کیږي، همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو سیاحتي شرکتونو سره پوره همکار دی او د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته په وخت رسیدنه کوي.
په غونډه کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د کاري جوازونو د وخت، قیمت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.
١٤٠٥/٧/١٩ ه ل