فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

wasim_admin
Thu, Oct 08 2026 1:16 PM
..

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او ځايي مسؤلينو سره لیدنې کړي او د ۲۳۹ تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه یې معلومات هم راټول کړي دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي آثارو د ساتنې آمر مولوي سردار محمد حصيف د دغو لیدنو موخه د شهیدانو د ژوند ليکونو ثبتول، ساتل او مستند جوړول یاد کړل او ویې ویل: د نورو شهیدانو د معلوماتو په بشپړه توګه د راټولو او د هغوی د ژوند ليکونو د منظم ثبت په موخه به دغه بهیر لا هم دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې د جهادي آثارو د ساتنې ریاست له لوري په ورته وخت کې د ۱۰ جهادي عملیاتو او د دښمن د اتو بريدونو په اړه هم اړین معلومات راټول شوي دي.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق