له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

wasim_admin
Thu, Oct 08 2026 1:07 PM
...

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د اطلاع رسونې او رسنیزو چارو لا ښه والي برخو کې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ناستو پر مهال ولسونو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان د لارښوونو په اړه د لا ښه پوهاوي او د دغه فرمان اړوندو معلوماتو د رسولو په برخه کې د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
همدارنګه، د هرې ولسوالۍ له لوري د اطلاع رسونې چارو د همغږۍ لپاره یو استازی د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ور وپېژندل شو.
د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، د ولسوالیو له مطبوعاتي استازو سره د همغږۍ دا لړۍ به د اطلاع د رسونې، د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د پوهاوي او د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم په موخه دوام ولري.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق