د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او د رسنیز ډګر د لا پیاوړتیا په موخه وړاندیزونه شریک شول.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو آمر نیازالله اصیل ځاځي په وروستیو کې د پکتیا د رسنیز ډګر د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو د چارو د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه یې یو شمېر سپارښتنې او غوښتنې شریکې کړې.
نوموړي د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم دیپارټمنټ د څلورم کال زده کړیالانو لپاره په سیمه ییزو رسنیو کې د یوې میاشتې عملي زده کړې په پار د پوهنتون ریاست غوښتنه، د رسنیو له مسوولینو سره شریکه کړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل نظرونه ورسره شریک کړي.
ورپسې د رسنیو استازو خپلې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبریالانو په استازولۍ څو تنو خبریالانو وویل: د اسلامي نظام د لاستهراوړنو غوره خبري پوښښ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیضالله جوهري د خبریالانو او رسنیو استازو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه کې یې د همکاریو ډاډ څرګند کړ
۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق