د ۱۷م ګڼې فرمان او د (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب منځپانګې په اړه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, Oct 05 2026 12:16 PM
...

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په سرخرود ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼه فرمان او نوي تألیف شوي (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب د منځپانګې په اړه د عامه پوهاوي لويه ولسي غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې ګڼ شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د یادې ولسوالۍ د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل: د ویاړ ځای دی، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ټولنې د سمون او د ناوړه دودونو د مخنیوي په پار د ۱۷مې ګڼې فرمان صادر کړی، چې په عملي کېدو سره به یې په ټولنه کې زیاتې ستونزې حل شي.
نوموړي د اهل السنة والجماعة د عقیدې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي ټولنې د یووالي او ثبات لپاره د صحيح اسلامي عقیدې زده کړه او عملي کول اړین دي.
د غونډې په ترڅ کې د سرخرود ولسوالۍ د ملکانو شورا مشر او د دغې ولسوالۍ یو شمېر نورو مسؤلینو هم د ۱۷مې ګڼې فرمان او د نوي تألیف شوي (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب د منځپانګې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په سرخرود ولسوالۍ کې ډېرو خلکو په خپلو کلیو او بانډو کې د اميرالمؤمنين (حفظه الله) فرامين او حکمونه عملي کړي دي، دوی ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د ټولو حکمونو او فرامینو د عملي کېدو په موخه به خلکو ته د جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او نورو اړوندو بنسټونو له لارې عامه پوهاوی ورکړي.
دغه راز په غونډه کې یاد فرمان ولوستل شو او چاپي نسخې یې د غونډې پر ټولو ګډونوالو ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۲ هـ ق