د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

wasim_admin
Sat, Oct 03 2026 3:32 PM
..

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د دولتي ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي چې د صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
دغو زده کوونکو یو شمېر صنعتي (اسکواټر، تانګ، برقي جارو، د اوبو جوشولو اله او باروړونکي موټر په څېر) وسایل جوړ کړي و، چې د جوړولو لپاره یې له کاغذ، پلاستیک، پیچکارۍ او برېښنايي مزي(کیبل) څخه استفاده کړې وه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق د دغو نوښتګرو زده کوونکو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: اسلامي امارت د نوښتګرو او خلاقو کسانو ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي وثیق د یوې ټولنې د پرمختګ او پراختیا کچه د هغې د نوښتګرو کسانو پورې تړلې وبلله او ویې ویل: د افغانستان ځوانان په بېلابېلو برخو کې ځانګړي استعدادونه لري او کولای شي د صنعتي وسایلو په جوړولو کې له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي.

۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق