سمنګان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Sep 28 2026 12:17 PM
..

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه، د رسنیو د مسوولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د ویاندویانو په شتون کې ترسره شوه.
د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب، په دې غونډه کې د پېښو په انعکاس، عامه پوهاوي او د روڼتیا په پیاوړتیا کې د رسنیو رول ته په اشارې سره، د حکومت او رسنیو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او رغنده تعامل پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي اطلاعاتو ته لاسرسی د خبریالانو له حقونو څخه وباله او د اطلاع رسولو په برخه کې یې له رسنیو سره د امارتي ادارو د مسوولینو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د خبریالانو اطلاعاتو ته د لا ښه لاسرسي د څرنګوالي او د خبریالانو او د امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، ګډونوالو په دې غونډه کې د روڼتیا د اصل پر رعایت، د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت د ځواب ویلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق