اله‌سای ولسوالۍ کې له فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته او د (جلغوزه‌سیاه) په نوم دودیز جشنواره ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Sep 21 2026 3:59 PM
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، له فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته او د (جلغوزه‌سیاه) په نوم دودیزه جشنواره، د سیمه‌ییزو محصولاتو د معرفي کولو او د یاد محصول لپاره د بازار موندنې د زمینې برابرولو په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کاپیسا ولایت یو شمېر امارتي ‌ادارو د مسؤولینو، شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون، د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې ترسره شوه.
په دې فرهنګي ناسته کې شاعرانو ګډونوالو ته شعرونه واورول او ویناوالو د سیمه‌ییزو محصولاتو د معرفي کولو، له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او د سیمه ییزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
د اله‌سای ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دې جشنوارې له جوړېدو هرکلی وکړ او د ا.ا.ا. له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د تور جلغوزیو د راټولولو لپاره دې عصري لارې چارې برابرې کړي، څو له یوې خوا د ونو له زیانمنېدو مخنیوی وشي او له بلې خوا د دغه محصولاتو کیفیت او اقتصادي ارزښت لوړ شي.

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق