د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز کې ځوانانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Wed, Sep 16 2026 1:57 PM
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې لسګونو تنو ځوانانو او زده‌کوونکو ته د فکري روزنې په نوم یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
پیل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي د فکري روزنې، د نبوي صلی الله عليه وسلم سیرت، مطالعې او اسلامي تاریخ ته د پاملرنې پر ارزښت خبري وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د خپل فکر د پیاوړتیا لپاره د اسلامي لارښوونو، نبوي سیرت او اسلامي تاریخ مطالعې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې ځوانان باید له بې ځایه مصروفیتونو څخه ډډه وکړي او خپل وخت د زده‌کړو، مطالعې، سالمو فعالیتونو او د ټولنې د پرمختګ لپاره په ګټورو چارو کې مصرف کړي.
دغه راز د هلمند د ځوانانو چارو آمر د فکري جګړې پر تاریخي مخینې او د ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه خبري وکړې او ویې ویل: د حق او باطل ترمنځ فکري جګړه د انسانیت له پیل سره یو ځای رامنځته شوې او تر اوسه دوام لري.
 د نوموړي په وینا؛ په تاریخ کې باطل پالو تل د بېلابېلو وسایلو او دسیسو له لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو د فکرونو د بدلولو هڅه کړې ده، د فکري جګړې پر وړاندي د مبارزې لپاره باید لومړی ځوانان د خپلو زده‌کړو کچه لوړه کړي، د مخالف لوري له فکري تګلارو او موخو ځانونه خبر کړي او د خپل دیني او ملي هویت د ساتلو لپاره پر قوي باور او یووالي ولاړ فکر ولري، د ځوانانو چارو آمر همدارنګه د ورته روزنیزو سیمینارونو ترسره کول د ځوانانو د فکري ودې په برخه کې اغېزمن وبلل او د نورو ورته پروګرامونو د جوړولو ژمنه یې وکړه.
په پای کي ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي وښوده او د مسؤلینو څخه یې په راتلونکي کې د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق